ورزش

دنجونو دبايسکل ځغلولو دملي ټيم تمرينونه پيل شول.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
دنجونو دبايسکل ځغلولو دملي ټيم تمرينونه درمضان جام په نامه په کابل کې پيل شول.
ددغو تمرينونو موخه داستراليا په نړيوالو سياليو کې ددغې څانګې د دووتنو ورزشکارانو ګډون بلل شوى دى.
داولمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو دفدراسيون رييس محمد صادق صادقي نن دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دهيواد دنجونو دبايسکل ځغلونو دملي ټيم دووتنو معصومې علي زاده او زهرا علي زاده داستراليا دبايسکل ځغلولو سياليو ته لاره موندلې ده، د دوى لازياتو تياريو لپاره دبايسکل ځغلولو فدراسيون په کابل کې د دوى لپاره يو لړتمرينونه پيل کړي دي چې هيله من يو دغه دوه تنه ورزشکارانې له دغو سياليو څخه برياليتوب ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته