سیاست

اجرائیه رئیس د فساد د محوه کېدو په هدف د سیګار له مشر سره وکتل

کابل – باختر د چنګاښ د مياشتې ١٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون سهار په سپېدار ماڼۍ کي د افغانستان د بیارغوني د څار د ځانګړي امریکايي بنسټ (SIGAR) له مشر جان ساپکو سره په هیواد کي د فساد په له منځه وړلو خبري وکړې.
اجرائیه رئیس ښاغلي ساپکو سره په نننۍ غونډه کي د افغان حکومت د هغو هڅو او فعالیتونو په اړه خبري وکړې، چي حکومت د کار له پیل راهیسي د فساد په مخنیوي کي پیل کړي دي.
ده زیاته کړه، چي د تداراکاتو ملي کمېسون له دې کار سره مرسته کوي، خو په خبره یې چي حکومت وزارتونو او ولایتونو ته د نورو صلاحیتونو پر ورکړه کار کوي، څو چاري په چټکۍ سره مخته ولاړي سي.
ده په پروني غونډه کي د هیواد د دفاع وزیر او لوی څارنوال د مقررۍ په اړه هم خبري وکړې او وویل، چي حکومت ددغوپستونو ارزښت ته په کتلو سره کار کوي، چي په لازم فرصت کي مناسب اشخاص د دغو څوکیو لپاره معرفي کړي.
د افغانستان د بیارغوني د څار د ځانګړي امریکايي بنسټ (SIGAR) مشر جان ساپکو د هیواد له اجرائیه رئیس سره په پرونۍ لیدنه کي د فساد د له منځه وړلو په هدف د افغان حکومت وروستۍ هڅي وستایلې او ددې ډول هڅو د دوام هیله یې وکړه.
ده وویل، چي افغان حکومت په دې اړوند خاص فعالیتونه کړي، چي اساسي اهمیت لري او دوی هیله مند دي، چي له افغان حکومت سره په ګډه د امریکا د مرسته سوو پیسو د څرنګوالي په اړه شفافیت رامنځ ته کړي.
هغه زیاته کړه، د لوی څارنوال شتون د افغان حکومت او سیګار له ګډو فعالیتونو سره ، چي د فساد په مخنیوي کي یې پیل کړي بې سارې مرسته کوي او تمه لري، چي اړونده برخه کي وخت ته په پام سره لازمه توجه وشي.
ښاغلي ساپکو همداراز وویل، چي دوی به ډېر ژر له افغان حکومت سره په ګډه د فساد د مخنیوي په اړه روزنیز پروګرامونه پیل کړي، څو دا هڅي له څو ناحیو راپیل، او جدي مبارزه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته