کابل باختر دزمري د مياشتې ١٤ :
دافغانيو په وړاندې دبهرنيو اسعارو دبيې په کمښت سره دخوراکي اودسون توکو په بيو کې هم کمښت راغلى دى.
دباخترآژانس دخبرله مخې : دتيرو دوو ورځو په بهيرکې دافغانۍ پيسو په وړاندې دامريکايي ډالرو او پاکستاني روپيو په ګډون دبهرنيو اسعارو په بيه کې کمښت راغلى دى .
نن يو امريکايي ډالر په ٣٠ ر ٦٥ وړاندې کيده په داسې حال کې چې دوه ورځې مخکې يو ډالر په ٥٠ر٦٨ و ړاندې کيده .
دافغانۍ پيسو په وړاندې دبهرنيو اسعارو دبيو کمښت دخوراکي توکو په بيه کې دکمښت سبب هم شوې ده .
نن يوه بورۍ ٢٥ کيلويي وريجې په ١٦٤٠ افغانيو پلورل کيدل. په داسې حال کې چې دوه ورځې مخکې په ١٨٥٠ افغانيو پلورل کيدل.
په همدې ترتيب دبورې ، اوړو ، غوړيو او نورو خوراکي توکو په بيه کې کمښت راغلى دى او دغه راز دسون دتوکو او تيلو په بيه کې هم کمښت رامنځته شوى دى .
1 1 دقیقه لوستل