سیاست

دجمهور رييس حکم

کابل باختر د چنګاښ  شپاړلسمه :
د ١٣٩٤ کال د زمري دمياشتې  داووه ويشتمې نيټې  د ٦٢، د ١٣٩٤ کال  دتلې دمياشتې دلومړۍ نيټې  د ٩٠، د ١٣٩٤ کال دمرغومي دمياشتې  دلومړى نيټې د ١١٧،  د ١٣٩٤ کال  دکب دمياشتې  د ٢٦نيټې  د ١٦٤، د ١٣٩٤ کال  دکب دمياشتې  د ٢٩ نيټې  د ١٦٥او د ١٣٩٥ کال  د ثور دمياشتې داوومې نيټې  د ٢٦ ګڼه فرمانونو دګټې اخستوونکو دمجازاتودبخښنې او تخفيف دمنظورې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس محمد اشرف غني  حکم .
دمحجوزينو اوبنديانو  د  حجزاوبند دمجازاتو د تخفيف  اوبخښنې په باب  ددغو فرمانونو په ٩ او ١٠ مادو کې دليکل شويو حکمونوله مخې ،  دغه مراتب منظور دي .
دبخښني اوتخفيف  په شرايطو دبرابرو کسانو دلومړۍ جدول تاييد .
لومړى ماده :
دمجازاتو دبخښنې  او تخفيف دفرمانونو دتطبيق دموظفو کميسيونونو  له خوا  له برابر شوي جدول سره سم  د ١٢٥٣ تنو دمجازاتو بخښنه او د ٣٨٨٦تنو مجازاتو تخفيف  چې دچارو په اداره کې  تدقيق او بشپړ شوي دي ، تاييد دي .
دجمهوري رياست دچارو اداره  مکلفه ده  چې دغه جدولونه دتطبيق مراجعو ته  وليږي .
دتطبيقوونکو کميسيونونومکلفيتونه
دويمه ماده :
١_ په دغو فرمانونوکې  ليکل شوي کميسيونونه په ډير لنډ ممکن وخت کې ددغه حکم  دضميمه جدولونو په تطبيق مکلف دي .
٢_ دمحکمودارتباط  دمسوولينو ( په جيلونوکې مبصرين اودرژيم آمران) اودحکمونو دتنفيذ او دازادۍ دسلب دڅارنوالانو په ګډون ټولې  اړوندې مراجعې ،  دمجازاتو دبخښني اوتخفيف دفرمانونو دتطبيق دکميسيونونو دغړوتر مستقيم  نظر لاندې  ، دراتلوونکو جدولونو په برابرولو کې په جدي توګه  ددغه حکم  دضميمه  اصلاحي سپارښتونو په  رعايتولو  مکلف دي .
دعدلي او قضايي مراجعو مکلفيتونه
دريمه ماده :
١_ دلوى څارنوالۍ دارالانشا ، دقضايه قوې  دادارې عمومي آمريت او دکورنيو چارو وزارت دجيلونواو توقيف خونو لوى رياست  مکلف دي  ، دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست دمقام  د ١٣٩٤ کال  دسلواغې  دمياشتې  ديوولسمې نيټې   په  ٢٣٥٢ ګڼه حکم کې دليکل شويو(٣ او٤)  مادو  له صراحت سره سم  اجراات وکړي .
نظارت
څلورمه ماده :
دحکمونو دتنفيذ او دازادي دسلب  دسيموڅارنوالۍ  په سمه توګه  او په خپل وخت  دجيلونو داجرااتو تطبيق  وڅاري  او خپل رپوټ دې په ډير لنډ ممکن وخت کې جمهوري رياست ته وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته