(PS)خبرونه(PS)ټولنه(PS)روغتیا

په هرات کې ۲۰۲۰ ناروغو ماشومانو درملنه شوې ده

کابل، د غوايي ۹مه، باختر

د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ د تېرکال په بهیر کې په بېلابېلو روغتیايي مرکزونو کې د ۲۰۲۰ بې سرپرستو ناروغو ماشومانو درملنه کړې ده.

د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس حافظ میرزا محمد ابو منصور د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د دغو ناروغو ماشومانو درملنه د عامې روغتیا له ریاست سره تر هوکړې وروسته په وړیا توګه ترسره شوې ده.

منصور زیاته کړه، چې یاد ریاست هڅه کوي، څو په ښار کې د ټولو یټیمانو او بې سرپرستو ماشومانو ستونزو ته په بېلا بېلو برخو کې د پای ټکی کېږدي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا