کابل/ باختر د زمري پنځه ويشتمه :
ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په څوارلسو ولايتونوکې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٥٧ تنه تروريستان وځپل .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو پرون د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سيموکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٥٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٣٥ تنه نوريې ټپيان شول .
دغه عمليات د ننګرهار، کاپيسا ، پکتيا، پکتيکا، غزني، لوګر، خوست، زابل، قندهار، روزګان، بادغيس، بغلان، فارياب او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ