روغتیا

په هرات کې ۲۲۰ زره تنه ماشومان واکسين کيږي

کابل  باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :
ټاکل شوې ده له پنځه کلنی څخه ښکته ۲۲۰ زره تنه ماشومان د هرات ښار او د انجيل ولسوالۍ د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ په مقابل کې واکسين شي.
په هرات ولايت کې پرون د پوليو دواکسين د تطبيق کمپاين دهرات د والي د مرستيال محي الدين نوري له خوا پيل شول  .
په هرات ولايت کې مسوولين له کورنيو څخه غواړي چې خپل ماشومان د دغې وژونکې ناروغۍ په وړاندې واکسين کړي.
د والي مرستيال وويل: سيمه ييزه اداره ژمنه ده چې د پوليو د وژونکې ناروغۍ ويروس د ګرځیدو مخه ونيسي.
د هرات د عامې روغتيا مسوولينو اعلام  وکړ چې د پوليو واکسين د ۱۵۰۰ تنو روغتيايي کارکوونکو او رضاکارانو له خوا تطبيقيږي.
د عامې روغتيا رياست مرستيال محمد آصف کبير ټينګار کوي چې اوس په هرات کې  د پوليو واکسين د تطبيق په وړاندې کومه ستونزه نشته  .
د عامې روغتيا رياست مسوولينو د رسنيو له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د پوليو  واکسين د ارزښت په باب خپرونې وکړي.
پاي ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته