خبرونهامنیت

په هرات کې ۲ تنه د غلا په تور ونیول شول

کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر

د هرات امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د امنیتي ځواکونو له لوري ۲ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

د هرات امنیتي مسوولینو د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې دغه کسانو به د دغه ښار په ۱۲ حوزه کې د وسلو په زور له خلکو پیسې او نور توکي غلا کول، چې وروسته د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.

د یادونې وړ ده، چې له نیول شویو کسانو څخه یو میل تفنچه هم نیول شوې ده.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا