خبرونهامنیت

په هرات کې ۴ تنه د غلا په تور ونیول شول

کابل، د زمري ۹ مه، باختر
د هرات امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې ۴ تنه د غلا په تور نیولي دي.
دغه کسان پرون ناوخته د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې هغه وخت ونیول شول چې د اوسېدونکو د نقلیه وسایطو په غلا کولو بوخت وو.
د هرات د پولیسو یوې سرچینې له باخترآژانس سره په اړیکه کې د دغو ۴ تنو نیول کېدل تایید کړل.
هغه وویل چې نیول شویو کسانو په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا