کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
په کونړ ولايت کې پرون په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله درې تنه سرحدي پوليسان تپيان شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه پيښه دسرکاڼو ولسوالۍ دناوې دساحې په تګلوري کې هغه وخت رامنځته شوه چې دسرحدي پوليسو دسپرلۍ يورنجر موټر له ساحې څخه دتيريدوپه حال کې و چې په واټ کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت او له امله يې درې تنه سرحدي پوليسان ټپيان شول .
يوه اړونده خبر ځاى وويل ددغې پيښې ټپيان دکونړ ولايت ملکي روغتون ته ليږدول شوي او دروغتون دروغتيايي مسوولينو دڅرګندونوله مخې ددوو تنو تپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ