خبرونهامنیت

په هرات کې ۵ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور ونیول شول

کابل، د لیندۍ ۵ مه، باختر

د هرات د امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر واندې د مبارزې مدیریت منسوبین وايي چې په دغه ولایت کې ۵ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.

د هرات د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه  د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې له دغو کسانو څخه یوه اندازه نشه یي توکي هم ترلاسه شوي، چې دوسیې به یې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانو ته وسپارل شي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا