ټولنه

په نيمروزکې د ملي پيوستون د څلورو ټولګټو پروژوکار بشپړ شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
د نيمروز ولايت يو شمېر خلکو پرون د ملي پيوستون د پروګرام د پرمختيايي پروژو له آسانتياووڅخه ګټه واخسته .
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: ددغو پروژو کار ديو مليون افغانيو په لګښت د نيمروز ولايت په کنګ ولسوالۍ کې بشپړ او د خلکو د استفادې وړګرځيدې.
په دغو پروژوکې د ټولنيزو مرکزونو د ودانيو جوړول شامل دي چې له آسانتياوو څخه ٨٨٦ کورنۍ ګټه اخلي .
د ملي پيوستون پروګرام په نيمروز ولايت کې د فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې د ترانسپورت، د اوبو او بريښنا رسولو د شبکو، کانالونو، روزنيزو مرکزونو، زده کړې او د ژوندانه د برخو په ګډون د ٢١٩ ټولګټو پروژو کار بشپړ کړى او د دغه ولايت د خلکو استفادې ته يې وړاندې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته