امنیت

په زابل کې د تاوتريخوالي د مخنيوې په موخه درې مياشتنى ورکشاپ پای ته ورسيد

قلات باخترد زمري د میاشتې ۴ مه
په زابل ولايت کې د څلوېښتو ميرمنو لپاره د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې (یو ایس اي آی ډي) په همکارۍ  د تاوتریخوالې د مخنيوې په موخه پيل شوي درې مياشتنې ورکشاپ پای ته ورسيد.
د زابل د ښځو  چارو رياست رېيسې صديقې جلالی باختر اژانس ته وويل چې دغه روزنیز ورکشاپ د افغانستان د ښځو چارو وزارت له خوا پلان شوی و چې څلوېښتو ميرمنو ته په کې د هېواد په قوانينو کې د ښځو د حقونو او کورني ژوند په اړه معلومات ورکړل شول.
جلالی وايي د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی په ټول هیواد کې یوه لویه ستونزه ده چې مخنیو او له منځه وړل يې د دوي په کاري لومړیتوبونو کې دي.
په ورته وخت کې د ورکشاپ ګډونوالې وايي چې ورته ورکشاپونه د میرمنو په ژوند کې مثبت تغیر راوستی شي.
دوي پر دولت او د ښځو پر ریاست غږ وکړ چې د دغه ولایت د نورو میرمنو لپاره هم ورته پروګرامونه پیل کړی تر څو عامه پوهاوی زیات شی او د تاوتریخوالی مخه ونیول شی.
د يادونې وړ ده  چې تر دې وړاندي هم د دغه ریاست له خوا د ښځو لپاره  د کار موندنی، اقتصادي ودې او سواد زده کړې په برخو کې زیات شمیر اوږد مهال او لنډ کورسونه جوړ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته