خبرونهاقتصادټولنه

په هرات کې ۶۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول کېږي

کابل، د لړم ۱۴ مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې د اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم پر بنسټ د کرنې وزارت څخه یو پلاوی، چې په کې د بشري سرچینو رییس مولوی حمیدالله ارشاد، د احصایې او معلوماتو رییس ملا صالح محمد آخند، د داخلي تفتیش رییس ملا محمد نصرت او انجنیر ذبیح الله شامل دي، هرات ولایت ته په سفر تللي دي.

یاد وزارت ویلي چې دغه پلاوی د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان پر بنسټ، په ګذرې ولسوالۍ کې له غاصبینو څخه د ۶۰ زره جریبه ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه یاد ولایت ته تللی دی.

سرچینه زیاتوي چې د دغه سفر په ترڅ کې یاد پلاوي په پیل کې د هرات له والي، د والي له مرستیال، امنیه قومندان، د استخباراتو له رییس او د هرات د عالمانو له شورا سره کتلي او بیا یې ګذرې ولسوالۍ ته هم سفر کړی دی.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا