سیاست

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون: د د دولتي ادارو په کاري رژیم کې بدلون راغلى دى

کابل/ د وري ٣ مه/ باختر
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د کوېد-۱۹ ویروس د خپرېدو د مخنیوي او دولتي کارکوونکو (د ملکي خدمتونو او قرار دادي کارکوونکو) او هم ملکي خدمتونو ادارو ته د مراجعه کوونکو لپاره د زیاتو مراقبتي تدابیرو د رعایت په موخه، کړنلاره جوړه شوې چې له مخې یې په دولتي ادارو کې کاري ساعتونه درې ساعته کمېږي.
دغه کړنلاره، د کمېسیون په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې په منظورۍ وضع شوې ده چې سر له نن (د وري ٣مه) د عامې روغتیا له وزارت پرته د مرکز او ولایتونو په ټولو وزارتونو او دولتي ادارو کې عملي کېږي.
د پلاني فعالیتونو لپاره کاري ساعتونه د سهار په 08:00 پیل او له وقفې پرته له غرمې وروسته په 01:00 پای ته رسېږي. وزارتونه او ادارې مکلف دي د هغو برخو کارکوونکي چې فعالیتونه یې اړین دي، په دوه کاري شفتونو د سهار له 08:00 بیا له غرمې وروسته 01:00 او له 01:00 بیا د مازیګر 04:00 بجو پورې تنظیم کړي. د اړینو فعالیتونو کارکوونکي چې د لاسلیک صلاحیت لري، په اداره کې یې شتون حتمي دی چې خدمات په چټکۍ وړاندې کړي.
ادارې مکلف دي چې په کاري چاپېریال کې د تراکم مخنیوي لپاره، په کار خونه یو متر پورې د کار کوونکو ترمنځ واټن تنظیم کړي او د غیر ضروري غونډو له جوړولو ډډه وکړي. د ادارو کارکوونکي مکلف دي له دفترونو څخه د وتلو پرمهال یو متري مناسب واټن رعایت او په یوه ځای کې د راټولېدو څخه ډډه وکړي. وزارتونه او ادارې مکلف دي چې د امکان تر پولې پورې هڅه وکړي چې غونډې یې د وېډیو کنفرانسونو، وایس کالونو او نورو ممکنه وسایلو له لارې تنظیم شي.
له ۵۸ تر ۶۵ کلنۍ پورې کار کوونکي، امینداوره ښځې او هغه ښځې چې ماشومان یې په دولتي وړکتونونو کې دي، یوې میاشتې لپاره رخصت دي او که چېرې یې د فعالیت اړتیا رامنځ ته کېږي، کولی شي چې له کور څخه کار وکړي.
په هغو ښارونو کې چې د عامې روغتیا وزارت په تشخیص د کوېد- ۱۹ ناروغي رامنځ ته شوې ده، وزارتونه او دولتي ادارې مکلف دي، هغه کارکوونکي چې شتون یې اړین نه وي، تر یوې میاشتې پورې رخصت کړي.
د ناروغۍ د خپرېدو وضعیت شرایطو بدلون په صورت کې، د عامې روغتیا وزارت په وړاندیز، ادارې په ټولیز ډول د بیا تجویز تر وخته رخصت کېږي.
د ملکي خدمتونو په ادارو کې د کرونا ( کوېد-۱۹) ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په موخه، د کاري رژیم کړنلارې د زیاتو جزئیاتو ترلاسه کولو په موخه دې مراجعه وشي: https://bit.ly/3a6tbdA
پاى/ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته