خبرونهامنیت

په هرات کې ۶ تنه د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر
د هرات امنيتي مسوولين وايي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې يې د دغه ولايت له مرکز او يو شمېر ولسواليو څخه ۶ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نيولي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې ياد شمېر کسان د غلا، تښتونې او نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
له نيول شويو کسانو سره يوه اندازه نشه يي توکي او غلا شوي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا