
۲۱– کابل، د غوايي ۲۵مه، باختر
د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې ۶ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه کسان یې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې له یو اندازه نشه يي توکو او ټابلېټ کا ګولیو سره نیولي دي.
د مسوولینو په وینا، د نیول شویو کسانو دوسیې به له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر