امنیت

څلور تنه داعشيان د ننګرهار په خوږياڼيوکې ووژل شول

کابل باختردليندۍ دمياشتې٢٨  نيټه  :
د ملي دفاع وزارت د ننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې  د داعش د تروريستي ډلې د څلورو غړو د وژل کيدو  خبر ورکړ .
د باختر آژانس د خبرله مخې :
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ويلي دي چې د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د سيلاب _٤ چاڼيزو او محاربوي ګډو عملياتو په دوام څلور تنه داعشيان ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول او دوه ډول ډول ماينونه کشف او شنډکړاى شول.
دغه راز د دغو عملياتو په بهيرکې د خوږياڼيو ولسوالۍ څلور کلي د داعشيانو له شتون څخه پاکې شوي او د راقب په نامه يو مشکوک نيول شوى دى.
د يوبل خبرله مخې:
د هغه عملياتو په بهيرکې چې د ملي اردو د ځواکونو له خوا   په لغمان ولايت کې ترسره شول؛ د تروريستانو له شتون څخه د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ د قلاتک، نوآباد، شرشره او تره کي کلي پاک شول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته