(PS)خبرونه(PS)امنیت

په هرات کې ۶ خوارج ووژل شول

 کابل، د کب ۱۳مه، باختر

د هرات د امنیې قومندانۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د ۶ خوارجو د وژلو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې تېره شپه امنیتي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د یاد ولایت د څوارلسمې امنیتي حوزې اړوند په رباط کابلي ها سیمه کې د یوې مېرمنې په ګډون ۶ خوارج له منځه وړل شوي او یو امنیتي سرتېری هم ټپي شوی دی.

د مسوولینو په وینا، په دغو عملیاتو کې درې میله کلاشینکوفونه، پنځه میله تومانچې، یو دوربین او ۱۵ موبایلونه هم ترلاسه شوي دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا