۱۰۰ ورځې

په دايکندي کې درايي ورکولو په لسګونو مرکزونوکې درايي ورکولو دپاڼو خلاصيدل .

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
په داسې حال کې چې په افغانستان کې دانتخاباتو دترسره کولو ترپاى ته رسيدو پورې څه ناڅه دوه ساعته وخت پاتې دى په دايکندي ولايت کې درايي ورکولو په لسګونومرکزونوکې انتخاباتي پاڼې تمامې شوې دي .
ددايکندي دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولين وايي چې دوى دترانسپورتي ستونزوله امله ولسواليو ته د رايي ورکولو داضافي پاڼو دليږدونې قدرت نه لري .
داپه داسې حال کې ده چې  په زرګونو تنودميرامور ولسوالۍ په ګډون ددايکندي په ځينو سيموکې درايي   ورکولو لپاره اوږدې ليکې جوړې کړې دي .
دميرامور ولسوالۍ دچرخ برګر دسيمې يو اوسيدونکي يوسف علي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دى له خپلې ميرمنې او دوو بچيانو سره دغرمې له دولسو بجو راپديخوا دخپلې رايي کارولو ته سترګې په لاره دي خو مسوولين وايي چې درايو ورکولو پاڼې تمامې شوي دي .
زموږ ددغه هيواد وال دڅرګندونو له مخې دلارې دخرابوالي له امله دوى نه شي کولاي درايي ورکولو لپاره ګاونديو  ولسواليو ته  لاړ شي .
   ددايکندي ولايت دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون رييسه زهرا عطايي درايي ورکولو  په ځينو مرکزونو کې  درايي ورکولو دپاڼو تماميدل  تاييدوي  خو وايي چې دوى ددغه ولايت اړوندو ولسواليو ته داضافي پاڼو دليږدونې لپاره امکانات نه لري .
ميرمن عطايي وويل  که چير ې يوازې ددايکندي ولايت په مرکزنيلي ښار کې پاڼې تمامې شي  دوى کولى شي دغه ستونزه ډير ژر حل کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته