خبرونهټولنه

په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د اوبو شبکه جوړیږي

کابل، د تلې ۲۴ مه، باختر
د ننګرهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري په هسکې مېنې ولسوالۍ کې ٢٥٠ کورنیو ته د اوبو یوه شبکه جوړېږي.
د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي قسمت الله مبارز وايي چې دغه شبکه د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي چې چارې به یې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا