امنیت

په روزګان کې دطالبانو دراکټي بريد له امله درې تنه ټپيان شول .

کابل باختر دوري  پنحه ويشتمه :
درې تنه ملکي وګړي  په روزګان ولايت کې  دطالبانو دراکټي بريد له امله ټپيان شول .
په دغو  ملکي وګړو پرون ناوخته د طالبانو له خوا راکټي بريد وشو .
  په روزګان ولايت کې د ملي اردو  يو قوماندان  باختراژانس ته وويل  چې دوسله والو طالبانو په دې راکټي بريد کې درې تنه ملکي وګړي  ټپيان شول .
په همدې حال کې  دروزګان ديو روغتون ډاکترانو دطالبانو ددغه راکټي بريد ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته