خبرونهټولنه

په هلمند، بدخشان، ننګرهار کې اړمنو کورنیو او په پکتیا کې مالدارانو مرسته ترلاسه کړه

 کابل، د لېندۍ ۳ مه، باختر

د هلمند بدخشان او ننګرهار سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغو ولایتونو کې ۲۹۷۴ اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړې ده.

په هلمند کې د UNHCR په مالي ملاتړ له ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې پر هرې کورنۍ ۲۷۵ امریکايي ډالره ووېشل شول.

په ورته وخت کې د بدخشان په ۳ ولسوالیو کې له ۱۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه.

د بدخشان د سرې میاشتې ټولنې رییس د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د یاد ولایت په درایم، شغنان او شهربزګ ولسوالیو کې پر ۱۲۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشلي دي.

په خبره یې په یاده مرسته کې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، چای، مالګه، بوره او بسکویټ شامل دي.

د یوبل خبر له مخې؛ د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې له ۸۶ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه. چې په یادو کورنیو ۱ میلیون ۵۹۴ زره  ۹۷۰ افغانۍ ووېشل شوې.

په ورته وخت کې د پکتیکا د کرنې اوبولو او مالدارۍ ریاست پر یو شمېر مالدارانو د مالدارۍ اړوند توکي ووېشل.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا