روغتیا

په بدخشان کې ديو کلينيک نوې ودانۍ ويجاړه شوه

کابلباختر دميزان٣٠
دخواهان ولسوالۍ د روغتيايي کلينيک ودانۍ چې نوي دڅلورسوه څلويښتو زرو ډالرو په لګښت جوړه شوې وه دبي کيفيته موادو د کارولو له ا مله په بشپړه توګه ويجاړه شوه .
دبدخشان ولايت دولايتي شورا ريي س عبدالواحدطيبى باخترآژانس ته وويل  : دغه ودانۍ تيرکال دعامې روغتيا وزارت له بودجې څخه ديوخصوصي شرکت له خوا چې دعامې  روغتيا له وزارت سره يې قرارداد کړى و جوړه شوې  وه .
دده  دڅرګندونو له مخې  : د دغې ودانۍ په جوړولو کې دبې کيفيته تعميراتي موادودکارولو له ا مله ويجاړه شوې ده چې دغه شرکت بايد هغه له سره جوړه کړي.
دبدخشان د عامې  روغتيا رييس ډاکترنورمحمدخاوري ددغې ودانۍ دويجاړيدو دتاييدولو په ترڅ کي وايي دکلينيک ودانۍ ويجاړه شوې ده اوموږ په دې لټه کې يو چې ددغه قرار دادي شرکت له خوا ډير ژر بيرته  جوړه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته