ټولنه

په نيمروز کې د راستنيدونکو د ثبت او راجسټر ودانى پرانیستل شوه

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٧مه
د نیمروز په ميلک پوله کې د راستنيدونکو د ثبت مرکزي ودانۍ پرانیستل شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د دې ودانۍ د پرانیستلو په مراسموکې د نيمروز والي سيد ولي سلطان وويل: د هېواد خلکو ته د اسانتياوو د برابرولو په موخه د دغه شان مرکزونو جوړول يو ضروري کار دى.
هغه وويل چې نيمروز له ايران سره په پوله کې موقعيت لري، له همدې امله هره ورځ يوشمېر مهاجرين هېواد ته راستنيږي چې د دوى د ثبت او راجسټر او لنډمهالې استوګنې لپاره، د دغه شان ودانۍ جوړول ضروري دي.
د نيمروز د مهاجرينو د راستنولو چارو رياست يوه مسوول وويل چې دغه مرکز څلور بلاکونه او يو سمبال کلينيک لري چې د ناروې او آسټراليا په مرسته د ۶۳۱ زرو امريکايي ډالرو په لګښت په شپږو مياشتو کې جوړ شوى دى.
ختم- سعيده- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته