ټولنه

د ميدان وردګو ولايت يو شمېر خلکو د ملي پيوستون د پروګرام له آسانتياوو څخه ګټه واخسته

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٥
د ميدان وردګو ولايت يو شمېر خلکو پرون د ملي پيوستون د پروګرام د ټولګټو پروژو له آسانتياوو څخه ګټه واخسته .
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د اوو څلويښتو مليونو ٥٥٨ زرو افغانيو په لګښت د ملي پيوستون د پروګرام د  ٧٠ ټولګټو پروژو کار د ميدان وردګو ولايت په يو شمېر ولسواليوکې بشپړ او د خلکو د استفادې وړ ګرځيدلې دي .
په دغو پروژوکې د روغتيايي کلينيکونو، د ټولنيزو مرکزونو، د محافظوي ديوالونو، پلونو او د پلګوټو جوړول،  د لاسي بمبو په درولو سره د څښاک د اوبو د څاګانو کيندل، په ٦٠٥ جريبه ځمکه کې د اوبو رسولو د شبکو غځول، د اوبو لګولو د کانالونو جوړول، د اوبو د پنځلسو چينو پاکول او د سړک جوړول او کريړ اچول شامل دي.
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام په ميدان وردګو ولايت کې ١٦١٢ کلي د پراختيايي پروګرامونو ترپوښښ لاندې نيولي دي او تر اوسه پورې په دې بريالى شوى دى چې په بېلابېلو برخوکې  د ٢١٨٧ پروژو کار بشپړ او د خلکو د استفادې وړ وګرځوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته