واشنګټن د آزادۍ راډيو باختر د کب دمياشتې ٤ :
د امريکا د کورني امنيت وزارت د غيرقانوني مهاجرينو په باب دتدبيرونو دپيل په مقصد دوه سخت فرمانونه صادر کړي دي.
دغه دوه فرمانونه چې دامريکا دکورني امنيت د وزير جان کيلي له خوا لاسليک شوي دي؛ په هغو کې د سرحدي ګزمو منسوبينو ته امر شوى دى، هر غير قانوني مهاجر يې چې پيدا کړ؛ خپلو هېوادونو ته يې واستوي.
دغه دوه فرمانونه هغه مهاجران چې جرم يې کړى وي؛ د هغو کسانو په ګډون چې په جرم تورن وي؛ د ايستلو په لومړي پړاو کې ځاى لري.
د امريکا د کورني امنيت وزير د امريکا او مکسيکو د سرحد په اوږدو کې د يوه ديوال د جوړولو د پلان بيړنى امر کړى دى.
جان کيلي دغه راز د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې په مقصد د٥٠٠٠ تنو افسرانو د ټاکلو لارښوونه کړې ده او دغه راز د مهاجرت د ادارې او ګمرکونو د ساتنې لپاره هم د لسو زرو تنو د ټاکلو لارښوونه کړې ده .
0 1 دقیقه لوستل