
کابل باختر د زمري اوومه :
لس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي پوځ د يولړ بريدونو په بهيرکې ووژل شول
په دغو طالبانو تېره شپه په داسې حال کې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو، د لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې بريد وشو.
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د هېواد د هوايي پوځ په دغو بريدونوکې ١٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دغوبريدونوکې دطالبانو څو مرکزونه دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپو د لښکرګاه ښار ته څېرمه د طالبانو په پټنځي کې کشف شوې ده.
د هلمند يو امنيتي مقام وايي چې له دغه ډيپو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمندکې د طالبانو د يولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورينو نن سهار د هلمند ولايت دلښکرګاه ښار ته څېرمه او له سنګين ولسوالۍ څخه اته ماينونه کشف اوشنډ کړل .
د را رسيدلو خبرونو له مخې، دغه ماينونه د طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و .
ختم_ عطا الله -اکرم