ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام

-کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام
په ژورې خواشينې سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هرات ولايت يو مجرب او مهربان ښوونکى استاد غلام حيدرکبيري هروي وفات شوى دى.
ارواښاد استاد غلام حيدرکبيري د خپل عمر زيات کلونه د ښوونې او روزنې په لاره کې تېر کړل؛ مړينه يې يوه ضايعه ده.
د خپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب د ارواښاد کورنۍ او دوستانو، د هرات ولايت خلکو او د هېواد د پوهنې کارکوونکو ته وړاندې کوم او متوفى ته د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه د مغفرت او پاتې کسانو ته د جميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته