کابل باختردتلې د مياشتې ٧ :
دهېواد په ځينو سيمو کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د ځواکونو دمحاربوي عملياتو په بهيرکې ٤١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د ٢٠٥ اتل قول اردومنسوبينو او نورو امنيتي ځواکونو داتل _١٦ محاربوي عملياتو په بهيرکې چې ددښمنانو دځپلو په مقصد دترينکوټ ښارپه مربوطاتو او شاوخوا سيمو کې دافغان هوايي او توپچي ځواکونوپه ملاتړ ترسره شول اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
دغه راز دروزګان ولايت د چارچينو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول او دهغوى يو آر پي جي توغندى ترلاسه شو.
دغه راز ددغه قول اردو دلومړۍ پلې لوا دځواکونو د اتل _١٨ دمحاربوي عملياتو په بهيرکې چې دقندهار ولايت دشاولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او لس تنه نور يې ټپيان شول
چې مړي يې تراوسه پورې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
دغه راز ددښمن د٨٢ملي متري توپ ٢٥ ګولۍ ، يوه وسله ، دداشکې ٢٥ ګولۍ او ٣ موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي او دزابل ولايت دشاه جوى ولسوالۍ دخروټ اباد دکلي په مربوطاتو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې دوه تنه طالبان ووژل شول او يو تن يې ټپي شو او ددښمن يوه داشکه او يو موټرسايکل ترلاسه شو .
دغه راز د ٢٠٥ اتل قول اردو دځواکونو دعملياتو په بهير کې دقندهار ولايت په مربوطاتو کې دوسايطو ضد دوه ماينونه کشف اوشنډ کړاى شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل