امنیت

اووه تنه وسله وال مخالفين په فراه کې ووژل شول .

کابل باختر دوري نهمه :
دفراه په ولايت کې دافغان امنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې اووه تنه وسله وال مخالفين  ووژل شول او ديارلس تنه نور يې ټپيان شول
دباختراژانس خبريال  دهيوادپه لويديځه  حوزه کې ديوې امنيتي سرچينې له خولې خبر راکړ په دغو عملياتوکې چې تيره شپه ددغه ولايت  دخاک سفيد په ولسوالۍ کې ترسره شوي و اووه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ديارلس تنه نور  ټپيان او دوه تنه سيمه ئيز پوليسان شهيدان شول
دفراه ولايت دخاک سفيد ولسوال عبدالخالد  ددغو عملياتو هدف دانتخاباتو دامنيت دتامينولو لپاره ددولت دوسله والو مخالفين له شتون څخه  دسيمو پاکول بللي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته