ورزش

دقندهار دفوټبال سيالۍ داحمد شاه بابا دټيم په اتلوالۍ سره پاى ته ورسيدې .

کابل باختر د تلي درې ويشتمه :
داحمد شاه بابا دفوټبال ټيم دقندهار دفوټبال دسياليو اتل شو .
دهيواد دفوټبال فدراسيون  درسنيو ددفتر غړي علي کاظمي دباختراژانس خبريال ته وويل، دفوټبال سيالۍ چې له يوې مياشتې راپديخوا په قندهار ښار کې ددولسو دټيمونو  ترمنځ پيل شوې وې په پاى کې داحمد شاه بابا او دشيرزي  ټيمونو وروستي پړاوته لاره وموندله او په هغې لوبه کې چې پرون ددغو دوو ټيمونو ترمنځ ترسره شوه داحمد شاه بابا ټيم دشيرزي  پرټيم بريالى شو او دغه ټيم اتل شو
دغه راز دشيرزي ټيم دويم مقام وګاټه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته