خبرونهورزش

په هلمند او بامیانو کې د فوټبال سیالۍ پيل شوې

کابل، د وږي ۲۹مه، باختر

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د دیارلسو لوبډلو( ځوانان، افغان، پېروزي، آشنا، پيکان، ياران، آريانا، هلمند، نوآباد، سباوون، مسلم، شمشاد او خپلواک) ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې. ټاکل شوې، دغه سیالۍ چې د یووالي تر عنوان لاندې پیل شوې، د ګرمسېر، سنګين او نادعلي ولسوالیو فوټبال لوبډلې به هم په کې برخه واخلي.

د هلمند د فوټبال ادارې مسوولین وايي، چې یادې سیالۍ په ناک اوټ ډول د ګرشک په معارف لوبغالي کې ترسره کېږي، چې یوازې تر نيمه پاى لوبې پورې د تګ پړاو لري او پاتې نور ټول پړاونه یې يوه – يوه لوبه ده.

په ورته وخت کې د فوټبال فدراسیون د بامیانو ولایت له سپورت آمریت سره په همغږۍ په دغه ولایت کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د سیالیو موخه د شمال ختیځ زون سیالیو کې د ګډون لپاره د غوره څېرو او پیاوړیو ورزشکارانو پېژندل ښودل شوي دي.

دغه سیالۍ به ۴۰ ورځې دوام ولري.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا