ټولنه

د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي د خواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
د   افغانستان   داسلامي جمهوريت   د جمهور رييس حامد کرزي   د خواشينۍ او
ډاډ ګيرنې پيغام.
په ډير خواشينۍ سره خبرشوم چې دافغانستان د وسله والو قواوو افسر، بريدجنرال غلام نقشبند د ورپيښې ناروغۍ له امله دې فانى نړ ۍ څخه سترګې پټې کړې دى .
انالله وانا اليه راجعون.
اروښاد غلام نقشبندى کلونه کلونه دافغانستان په امنيتي قواوو کې دوطن خدمت وکړ ، د ده کارونه د قدر وړ او مړينه يې  يوه ضايعه ده.
دخپلې خواخوږۍ او ډاډ ګيرنې مراتب   د ده کورنۍ   دوستانو او  د   لغمان ولايت خلکوته وړاندې کوم الله تعالى دې دى  وبخښى او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته