امنیت

دملي دفاع وزارت ويندوى:موږ به دسرحدي تحرکاتو په وړاندې له هرراز انتخا ب څخه کارواخلو .

کابل باختر د وري د مياشتى٢٦
دملي دفاع وزارت ويندوى وايي چې په کونړ ولايت کې دملي اردو دديارلسو تنو سر تيرو دشهادت پروګرام دپاکستاني طالبانو اود افغان طالبانو له خوا په ګډه طرحه شوى و
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې، دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمد ظاهر عظيمي نن دايساف له ويندوى سره په يو ګډ خبري کنفرانس کې څرګنده کړه هغه څه چې په ناړې کې رامنځته شول اود ملي اردو دديارلسو تنو عسکرو دشهادت سبب شول ديوې استخباراتي توطيي زيږنده دى اودکونړ ولايت اودبدخشان د وردوج دبريدونو ترشا استخباراتي کړۍ شتون لري
ده وويل چې دکونړ بريد ديو ملکي سړى کار نه دى او دو مره  قوي وو چې له غرني هاوان اوله لرى واټن ويشتوونکو وسلو څخه کار اخيستل شوى دى.
جنرال عظيمي وويل چې د ننګرهار ولايت په سر حدى سيمو کې دډيورنډ د کرښې په اوږدو کې دپوستې اودروازې جوړول ددواړو لورو ترمنځ نړيوالو موافقو پرخلاف دي
دملي امنيت شورا پريکړه ګړې ده چې دډيورنډ په کرښه کې ددروازې د جوړولو مخه ونيول شي اود کور نيو چارو وزارت ته يې دنده سپارلې ده چې دغه مسئله حل کړي
ده وويل ،که چيري دا کار عملي نه شي موږ له بل انتخاب څخه کار اخلو
دملي دفاع وزات ويندوى په دې خبري غونډه کې د ملي اردو دځواکونو دسمبالولو په اړوند وويل، په روان کال کې به دوه پرمختللي هليکو پترونه دملي اردو په واک کې ورکړاي شي
وروسته د ايساف ويندوى جنرال کونتر کتيس وويل، موږ په ګوشتې ولسوالۍ کې د استحکاما تو اوددروازې دجوړولو په اړوند دملي امنيت پريکړه عملي کوو.
ده په کونړ ولايت کې د هوايي بريد اوله ديې امله دملکي وګړو دسر دزيان په اړوند انديښنه څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ چې په دې اړوند به څيړنې و کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته