امنیت

په پکتیا کې د پاکستانیانو په ګډون ۳۵ تنه وسله وال ووژل شول

ګردیز باختر د وږي ۲۰ مه
د پکتیا ولایت د  ګردیز ښار په چوڼۍ سیمې او زرملې ولسوالۍ کې د پاکستانیانو جنګیالیو په ګډون ۳۵ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او تر ۵۰ زیات ټپیان شول.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان د ګډو افغان ځواکونو د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
په پکتیا کې د تند قول اردو مسوول درستیزوال روح الله خلیل اوغلي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان په تیرو څو ساعتونوکې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
مسوولین وايي: د پيل شویوعملیاتو په بهیر کې له شلو زیات بېزونه او پوستې هم د زرملې ولسوالۍ په مربوطاتو او د زرملې – ګردېز د لویې لارې په مسیرکې ځای پر ځای شوې او لا هم دغه لړۍ دوام لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته