نړۍ

دپاکستان دحکومت د ديپلوماسۍ دپياوړتيا لپاره دهڅو په لاره کې ددغه هيواد دسفيرانو غونډه .

اسلام آباد – باختر د زمري دمياشتې ١٢
په ځينو هيوادونو او نړيوالو بنسټونو کې دپاکستان دحکومت سفيرانو او استازو ددغه هيواد دصدراعظم په لارښوونه او په ځينو حوزو کې داسلام آباد دبهرني سياسيت دتعريفولو په موخه خپله درې ورځنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې پيل کړه. دغه غونډه دملګرو ملتو په سازمان او د اروپا په اتحاديه کې دپاکستان داستازو او په امريکا ، روسيه ، اتريش ،ژينو ،چين ،هند او افغانستان کې ددغه هيواد دسفيرانو په ګډون ، په بهرنيو چارو کې دپاکستان دصدراعظم دسلاکار سرتاج عزيز په مشرۍ پيل شوه ټاکل شوې ده دپاکستان صدراعظم نواز شريف ددغې غونډې په وروستى برخه کې ګډون وکړي .
نواز شريف دخپل حکومت له سفيرانو سره په کتنه کې ددغه هيواد دبهرنيو سايټ په حوزه کې داغيزمنو تصميمونو او تدبيرونو دنيولو په اړتيا باندې د ټينګار په ترڅ کې به ، دانرژۍ دتوليد په حوزو کې دحکومت دهدفونو ، دچين –پاکستان په اقتصادي چارو پورې د اړوندو طرحو دپرمخ بيولو او دبهرنيو پانګو دجذب لپاره دسفيرانو د زياتو هڅو په اړتيا باندې ټينګار وکړي.
په دې وروستيو وختو کې په پاکستان دحکومت زياترو کورنيو مخالفينو د دولت دبهرني سياست پرخلاف سخت انتقادونه طرحه کړي دي او ادعا يې کړې ده چې پاکستان له ديپلوماتيکي تجريد سره مخامخ شوى دى.
په اسلام آباد کې دسفيرانو په غونډه کې په امريکا کې دپاکستان دسفير جليل عباس جيلاني ګډون له بلې هرې موضوع څخه زيات داسلام آباد دواشنګټن ترمنځ اړيکو کې د وروستي تاوتريخوالي دښه والي لپاره دهڅو په موخه ترسره شوى دى .
په اسلام آباد کې دسفيرانو په غونډه کې په بروکسل کې د اروپا په اتحاديې په مقر کې دپاکستان د استازي ګډون هم داروپا له اتحاديې سره په اړيکو کې په خپلو سياستونو کې دبيا کتنې لپاره دپاکستان دتصميم څرګندوى دى .
په اسلام آباد کې دسفيرانو په غونډه کې په مسکو کې دپاکستان سفير قاضي خليل الله ګډون هم کيداى شي له روسيې سره له پخوا زيات داړيکو دپراختيا لپاره دپاکستان دهوډ نښه نښانه وي .
په وروستيو دوه کلونو کې پاکستان او روسيې داړيکو دپراختيا په تګلوري کې په تيره بيا په دفاعي برخو او انرژۍ کې نوي ګامونه اخيستي دي .
په چين ، هند او افغانستان کې دپاکستان سفيران هم له هريوه سره دپاکستان دايړکو دخاصو شرايطو په لحاظ په دې درې ورځنې غونډه کې ګډون لري.
چين دپاکستان ډير ستر تجارتي شريک او په اوسنيو شرايطو کې ډير مهم متحد بلل کيږي.
هند او افغانستان هم له پاکستان سره له زيات تاوتريخوالي سره ګاونډيان دي .
چې دنواز شريف حکومت له ګاونډيانو سره داړيکو د ښه والي لپاره له هڅو سره سره په دې نه دى برياى شوى چې له کابل او نوى ډيلي سره په خپلو اړيکو کې ښه والى او پرمختګ رامنځته کړي .
په ګاونډيو هيوادونو کې دپاکستان له سفيرانو څخه يوازې په ايران کې دپاکستان نوى سفير آصف علي خان درانۍ په دې غونډه کې ګډون نه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته