اقتصاد

په ننګرهار کې د ۲۲۵ میلیونو افغانیو په ارزښت پروژې پلې کېږي

جلال اباد باختر د وري د میاشتې ۳۱ مه
د جمهور رئیس د حکم له مخې د ننګرهار ولایت د شینوارو په شپږو ولسوالیو کې د ۲۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې لسګونه پروژې پلې کېږي.
ځايي چارواکي وايي چې په دغو پروژو کې جوماتونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د څښاک د پاکو اوبو پروژې شاملې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، یادې پروژې د شینوارو په شپږو ولسوالیو کې پلې کېږي چې په نږدې راتلوونکې کې به یې عملي چارې پیل شي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته