امنیت

هغوبزګرانو ته چي نشه يي توکي وکري سزا ورکول کيږي

کابلباختردعقرب اوله
دهلمند ولايت عالمانو او روحانيونو نن يوځل بيادنشه يي تو کو کرکيله حرامه وبلله او له خلکو څخه يې وغوښتل چې په دې لاره کې له دولتي مسوولينوسره همکاري وکړي .
عالمانو او روحانيونو دغه غوښتنه په هلمند ولايت کې له دولتي مسوولينو سره په ګډه غونډه کي څرګنده کړه .
په دې غونډه کې د  هلمند والي محمدنعيم دنشه يي توکو کرکيله او استعمالول يې حرام  وباله او ويې ويل په دغې کرغيړنې پديدې په زرګونو تنه روږدي ځوانان  له ژوند اوکار څڅه پاتې شوي دي .
ده له خلکو څخه  وغوښتل چې دنشه يي توکو سره دمبارزې  په لاره کې له دولتي مسوولينو سره همکاري وکړي .
وروسته ددغه ولايت امنيتي مسوولينو په خپلو وينا و کې وويل :  هغه بزګران چې دکوکنارو په کرکيلې لاس پورې کوي دقانون منګولو ته به وسپارل شي .
دغونډې برخه والو  وويل چې دنشه يي توکو کرکيله او استعمال حرام اوکارول يي
غير انساني عمل دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته