کابل باختر د چنګاښ شپږمه
د افغانستان خلک باید په اتفاق او اتحاد سره د امنیتي ځواکونو ترڅنګ له خپل هېواد څخه ساتنه وکړي
د لوګر ولایت مشرانو، مخورو او په ملي شورا کې د د غه ولایت یو شمېر استازو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې په لوګرکې د امنیتي حالت د ښه والي او د ښې حکومتوالۍ په رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د لوګر والي طاهرخان صبري، انجنیر صاحب خان، د لوګر د ولایتي شورا رئیس ډاکتر عبدالولي او په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازې ډاکترې شکیلا هاشمي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په دې وروستیو کې یې په دغه ولایت کې د دګډو پوځي عملیاتو له امله د رسیدلو ځاني او مالي زیانونو په اړه جمهورریس ته معلومات ورکړل او له حکومت څخه یې وغوښتل چې دغه ولایت ته خاصه پاملرنه وکړي.
حامدکرزي د لوګر د خلکو د غوښتنو له آوریدو وروسته، د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د دې خاورې د ساتنې مسوولیت د افغانستان امنیتي ځواکونو ته سپارل کیږي، د دې لپاره چې په هېواد کې ډاډمن امنیت ټینګښت ومومي، باید د افغانستان ټول خلک له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکار و اوسي.
د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک باید په اتفاق او اتحاد سره د امنیتي ځواکونو ترڅنګ له خپل هېواد څخه ساتنه وکړي او اجازه ور نه کړي چې یو ځل بیا د افغانستان د خلکو دښمنان په دې خاوره کې د جګړې اوربل کړي.
حامدکرزي د دغې کتنې په پای کې د کورنیو چارو وزیر، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د ملي امنیت لوی رئیس او دسیمه يیزو ارګانونو دخپلواکې ادارې ريیس ته چې په دغه کتنه کې حاضرو، لارښوونه وکړه چې د لوګر ولایت د امنیتي حالت د ښه والي او د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو لپاره دې په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي.