ټولنه

پيغام

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٨ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخواشينۍ پيغام !
په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دهېواد دعلم ، ادب  او سياست دډګر مخکښ کانديد اکاډميسن  محمدظاهر افق له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړي دي.
انالله و انااليه  راجعون
ارواښاد افق پر ١٣١٥ هجري شمي کال دقندهار ولايت په يوه علمي او متدينه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې . په ميرويس نيکه ليسه کې له ثانوي زده کړو وروسته دکابل پوهنتون له  ژورناليزم پوهنځي څخه يې دفراغت سند ترلاسه کړ.
اوراښاد دفلسفې ، ليکوالۍ  اوسياست په اړوه په لسګونو مقالې او چاپي آثار په ميراث کې پريښودل.
دده مړينه دهېواد دروان اکاډميک بهير او هېوادوالو لپاره يوه ضايعه ده .
ارواښاد ته دڅښتن تعالي له درباره فردوس جنت  کورنۍ  او دوستانو ته يې دجميل صبر غوښتنه کوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته