ښرنه باخترد زمري د میاشتې ۱۰ مه
د پکتیکا ولایت د برملې ولسوالۍ د سلېمانزیو په سیمه کې د افغان ګډو ځواکونو پنځه ورځني عملیات تېره ورځ پیل شوي، چې له امله یې دوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پکتیکا د امنیې قومانداني سرپرست سمونوال دادالله هوتک باختر اژانس ته وویل، چې په سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده خو په خبره یې چې تر اوسه افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هوتک زياتوي چې په روانه جګړه کې د طالبانو یوشمېر وسلې او نقلیه وسایل هم له منځه تللي او ځینې یې د دوی لاسته ورغلي دي.پای/رووفي
د میدان وردګو ولایت ولسونو له نظام او د ولسمشر له اقتصادي برنامو څخه ملاتړ اعلام کړ.
0 د یوې دقیقې څخه لږ