نړۍ

په پاکستان کې دچاودنې له امله نهه تنه و وژل شول.

دخيبر _ پښتونخوا ايالت دبنوښار په ناجي ناحيه کې نن سهار ديو ځانمرګي بريد له امله څه ناڅه نهه تنه و وژل شول  او اوولس تنه نورټپيان شول.

دپوليسو دڅرگندونوله مخې ځانمرګي بريد کوونکى په چاوديدونکو توکو بار ډک موټردپاکستان دسرحدي مليشودځواکونو دودانۍ په مقرکې وچاوه چې دسرپه زيان برسيره دغې ودانۍ ته يې هم زيان اړولي دي.

په دې بريدکې دمليشو مقر ته څيرمه دپلټنې يوه پوسته ويجاړه شوې ده.پوليسو زياته کړه لومړنۍ څيړنې ښيې په دې بريد کې څه ناڅه دوه سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کارول شوې وو.

تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته