امنیت

په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې طالبانو ته دسردروند زيان واوښت .

کابل باختر د وري لسمه 
اته   تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې  له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغو طالبانو تيره شپه په داسې حال کې چې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت و دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار او دګرشک په ولسوالۍ کې بريدونه وشول
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې په دې نښته کې  اته  تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل:  په دې نښته کې دطالبانو څو مرکزونه هم  دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان  دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې دطالبانودجنګي وسايلو ديوې ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
دهلمند ولايت يو امنيتي مقام وايي چې په دې  ډيپو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې .   پوځيانوپه هلمند کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره  دطالبانو طرحه ناکامه کړه .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته