امنیت

د سنګین ولسوالۍ د لویې لارې د امن کولو لپاره چاڼیز عملیات پیل شول

لښکر ګاه/باختر/ د غويي د میاشتې ۱۴ مه
ګډو افغان ځواکونو پرون د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د لویې لارې د امن کولو لپاره چاڼیز عملیات پیل کړل.
ځايي چارواکي وايي چې په پيل شویو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو پټنځی، اوولس متره د خوندیتوب سمڅې او درې ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، یاد عملیات به د وسله والو طالبانو څخه د سنګین ولسوالۍ د لویې لارې تر پاکېدو پورې دوام ولري.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته