کابل باختر دسلواغي شپږمه
د تخصص د بشپړولو د وخت د بدلون په باب خبرتيا!
د طب هغوټولو ډاکترانو ته چې په بېلابېلو معالجوي څانګوکې د تخصص د بشپړولوغوښتوونکي دي؛ خبرورکول کيږي چې د تخصص د بشپړولو د آزموينې د اخستلو وخت د سلواغلې د مياشتې له اوومې او اتمې نيټې څخه نهه ويشتمې او ديرشمې نيټې ته بدله شوې ده.
په دې بدلون سره چې د عامې روغتيا وزارت د عالي شورا د سلواغې د مياشتې د دريمې نيټې د غونډې د پريکړې له مخې وشوه؛ د آموينې د شموليت له شرايطو څخه سني او د کاري تجربو محدوديت حذف شو .
د دغې آزموينې مينه وال يواځې کولاى شي د طب د پوهنځي له ډيپلوم، د تابعيت له تذکرې له دووعکسونوسره دعامې روغتيا وزارت دتخصص د بشپړولو رياست ته ورشي او نومونه وليکي.
د تخصص د آزموينې لپاره نوم ليکنه د روان کال د سلواغې مياشتې تر اته ويشتمي نيټې پورې دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل