امنیت

په بغلان کې د تيلو ټانګرونه د دښمن له منګولو څخه وژغورل شول

 کابل باختر د مرغومي  شلمه :
په بغلان ولايت کې په نفتي توکو بار دوه ټانکرونه  تېره شپه د وسله والو طالبانو له منګولوڅخه وژغورل شول .
  د بغلان ولايت يوه امنيتي مسوول  باختراژانس ته وويل چې د دغه ولايت امنيتي منسوبانو  د نفتي توکو دوه ټانکرونه چې وسله والو طالبانو غوښتل  هغه له ځان سره ولېږدوي ، دبغلان ولايت دخواجه الوان  په دښته کې  د هغوى له منګولو څخه وژغورل .
دغه پيښه له هغه وروسته رامنځته شوه چې وسله والوطالبانو دنفتي توکو دغه دوه ټانکرونه  چې له سمنګانو څخه دپلخمري په لور روان و  له ځان سره  لېږدول خو دامنيتي منسوبانوپه رسيدو سره  له يوې نښتې  وروسته وسله وال طالبان له ساحې څخه وتښتيدل او ټانکرونه  د هغو له چلوونکو سره وژغورل شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته