(PS)خبرونه(PS)امنیت(PS)اقتصاد

په هلمند کې بهر ته د اوسپنې د قاچاق مخه ونیول شوه

کابل، د وږي ۲۶ مه، باختر

د هلمند امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د اوسپنې د قاچاقو مخه ونیول شوه.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عزت الله حقاني د باختر آژآنس سیمه ییزخبریال ته وویل، چې د یاد ولایت د ګرمسیرولسوالۍ په صفار سیمه کې امنیتي ځواکونو درې سېپا موټر نیولي چې غوښتل یې په غیرقانوني توګه اوسپنه ګاوندي هېواد ته قاچاق کړي.

ورته مهال د ګرمسېر ولسوالۍ امنیه قومندان محسن مولوي هم وايي، چاته به اجازه ورنه کړي چې توکي په غیر قانوني توګه له هېواده بهر ته ولېږدوي.

هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې دې ته ورته د لسګونه ټنه اوسپنې د قاچاق مخه نیول شوې وه.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا