
– کابل/ د غوايي٣٠مه/ باختر
په هلمند کې په يوه ترافيکي پېښه کې ٤ تنه ټپيان شول.
دغه پېښه پرون ناوخته په مارجې ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو ګړندي موټر له يو موټر سايکل سره ټکر وکړ او واوښت.
د هلمند ځايي چارواکي وايي چې په دې پېښه کې ديوې ښځې په ګډون څلور تنه ټپيان شول. ډاکترانو د يو ټپي روغتيايي حالت نازک بللى دى.
د موټراو موټر سايکل چلوونکو ګړندى تګ او بي احتياطي د ورته پيښو اصلي لاملونه بلل شوي دي.
\ ذ