(PS)خبرونه(PS)امنیت

په هلمند کې تېره اوونۍ ۱۹ تنه د غلا په تور نیول شوي دي

۵- کابل، د غوايي ۲۳مه، باختر

د هلمند امنیتي مسوولن وايي، چې تېره اوونۍ د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه سربېره، موسی قلعه او سنګین ولسوالیو کې ۱۹ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

د دغه ولایت د امنیتي مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د مرکز لښکرګاه ښار په لومړۍ، شپږمه او اتمه امنیتي حوزه کې ۸ تنه، په موسی قلعه ولسوالۍ کې ۱۰ تنه او په سنګین ولسوالۍ کې هم یو تن د غلا په تور نیول شوي دي.

د مسوولینو په وینا، د نیول شویو کسانو دوسیې له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا